ایکنانیوز د maspero.eg په حواله راپور راکړی، ، د الازهر شیخ احمد الطیب په یوې بیانیې کې چې د غیرګولې په ۴ ) خپره شوې، وویل: د دغې مقاومې مور انځور، چې د خپلو سوځېدلو اولادونو جنازې د «ناصر» طبي مرکز کې د بشري ماموریت پر مهال ترلاسه کوي، د نړۍ وجدان دردمنوي او په دې اړه چوپتیا د نړۍ د ځینو رژیمونو لخوا د صهیونیستي نیواکګرو ملاتړ او د جنایت او وژنو دوام له کوم انساني احساس یا تاریخي شرم پرته ایشوا کوي.
هغه ټینګار وکړ: دا جنایتونه به د حقیقت د اور لمبې مړې نه کړي، او د فلسطیني ملت حقوق به کمزوري نکړي او دوي به د خپلې خاورې په اړه له خپلې ژمنتیا څخه ونه ګرځوي، د نړۍ پتمن او آزادي غواړي به د دغه ظلم او وحشیانه بېعدالتۍ اړخونه هیڅکله هیر نکړي.
د الازهر شیخ په پاي کې له خدای څخه د دغې پېښې د شهیدانو لپاره پراخ رحمت او لوړ درجات وغوښتل او همدارنګه ئې له خداي څخه د دوي والدینو ته صبر، آرام او لوی اجر وغوښت.
د فلسطینئ ډاکټرې د ۹ اولادونو د شهادت خبر، چې د غزې په جنوبي برخه خانیونس کې په ناصر روغتون کې وشو، له هغو دردناکو خبرونو دی چې د دغې تړانګې خلک د نږدې دوو کلونو راهیسې د صهیونیستي رژیم د نسلوژنې جګړې او د نړیوالې ټولنې د شرموونکي چوپتیا په سیوري کې زغمي.
۹ هغه موسکاوې چې په یوه لحظه کې مړې شوې
دتیرې جمعې په شپه ( د غبرګولي ۳)، په یوه شیبه کې د ۹ وروڼو او خویندو جنازې، چې د فلسطیني دندېپالو ډاکټرانو، ډاکټرې آلاء النجار او ډاکټر حمدي النجار اولادونه وو، ناصر روغتون ته یوړل شول، چیرې چې د دوي مور د ټپيانو په خدمت بوخته وه.
دا فلسطینئ دندېپاله ډاکټره، چې د ۱۰ ماشومانو مور وه، په لړزېدونکو ګامونو د اورژانس برخې ته د هغو سوځېدلو جنازو په لور ولاړه، کفت ئې ترې اوچت کړ او په ساه بندېدونکي فریاد ئې چغه پورته کړه «دا یحیی دی، زما زوی». بیا ئې د نورو جنازو په لور منډه کړه او هڅه ئې وکړه د خپلو اولادونو مخونه، چې د بمبارۍ له امله په بشپړه توګه سوځېدلي وو، وپېژني او له هماغه ځایه ئې د پېښې د فاجعې ژوروالی درک کړ او خپل اولادونه ئې، چې د هغې د ژوند هیله وو، په یو په بل پسې ونومول: «راکان، رسلان، جبران، حوا، ریوان، سیدین، لقمان او سیدرا».
هغه بوږنونکي پېښه چې د ناصر طبي کمپلیک
س د التحریر روغتون د ماشومانو د ډاکټرې، ډاکټرې آلاء النجار سره پیښه شوه، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او د بشري حقونو فعالانو غږ ئې پورته کړ او دوی وویل: هغه څه چې په غزې کې ئې وینو د یوه غمجن فلم صحنې نه دي، بلکې تراخه حقیقتونه دي چې هره ورځ تکراریږي .
https://iqna.ir/fa/news/4284749/